دپاکستان اوامرېکا داړېکو ترمنځ نوي ستونزی را پېدا شوېدی
سلام خان سلام خان

دتیری جمعی  په ورځ  ( جون دمیاشتی  ۱۱ نیټه)  د امریکا د استخباراتي ادارې مشر لیون پنیتا پاکستان ته په سفر تللی وو،نوموړي هلته د پاکستان د پوځ له مشرجنرال پرویز اشفاق کیاني او د دې هېواد د استخباراتي ادارې له مشر احمد شجاع پاشا سره د اسامه بن لادن پر ضد د امریکا له عملیاتو وروسته  د داوړو هېواد د کړکیچنو اړیکو په ښه کېدو خبرې کړي ،دا له هغې وروسته چې د می په دویمه نېټه د امریکا ځانګړو ځواکونو اسلام اباد ته نژدې په ایبت اباد کې د اسامه بن لادن پر کور عملیات وکړل، پاکستان ته د لیون پنیتا لومړنی سفر دی او ښايي تر هغې د مخه چې نوموړی د امریکا د دفاع وزیر شي د سي اۍ اې د مشر په توګه ورستۍ سفر وي ،امریکايي چارواکي وايي، دوي له پاکستان سره د کړکیچنو شوېو اړیکو د جوړولو هڅه کوي او پاکستان ته د لیون پنیتا دا سفر د همدې هڅو یوه کړۍ بلل کېږي

راپور وايي، د دې دواړو پاکستاني پوځي مشرانو سره د لیون پنیټا اړیکې که هغه د امریکا د دفاع وزیر شي  د تروریزم ضد جګړه کې مهمې دي ،که څه هم د دواړو لورو د خبرو جزییات ډیر نه دي څرګند خو تر دې مخه د امریکا د استخباراتي ادارې سي اي اې مشر د امریکا سنا ته په څرګندونو کې ویلي وو، چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته واشنګټن له اسلام اباد څخه غوښتي د همکارۍ او د ترورزیم ضد جګړې کې دې د خپلو هڅو د اثبات لپاره څرګند ګامونه پورته کړي ،هغه د سنا د مجلس د وسلوالو ځواکونو کمېټې ته په څرګندونو کې زیاته کړې وه پاکستان باید په خپلو سرحدونو کې په میشتو تروریستي ډلو پسې ورشي او هغوي وځپي ،یو له دې څرګندو ګامونو څخه د پاکستان او امریکا ترمنځ د یو ګډې استخباراتي ادارې رامنځ ته کول دي، دا ډله به پاکستان کې  د هغو معلوماتو پر بنسټ عملیات کوي چې د اسامه بن لادن له کوره تر لاسه شوي دي ،امریکا غواړي، چې دا ټیم به د هغو پنځو کسانو پسې لټه کوي چې دوي يې لیست پاکستان ته د هیلري کلینټن او مایک مولین د سفر پر مهال پاکستاني لورې ته سپارلی دی ،په دې پنځو کسانو کې یو په پاکستان کې د القاعده شبکې عملیاتي قومندان الیاس کشمیري هم و، چې د راپورونو له مخې تیره اونۍ په وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکیو په برید کې ووژل شو.

 واشنګتن پوست ورځپاڼی د جون په لسمه لېکلی دی چې په دې مېاشت کې د امریکا د استخباراتو چارواکو پا کستان ته دوه ځلي د هغو ځایونو په باب معلومات ورکړي وو چی هلته د یاغیانو د بمونو جوړولو فابریکې وې. دامرېکا استخباراتو پاکستان ته د ېاغېانو خاص موقعېتونه او دبم جوړونی فابرېکی دواړه وښودلی. خو مخکی له دېنه چې نظامی عملېات وشی ، ېاغېانو هغه ځاې تخلېه کړی و،دغي ورځپاڼي پرون د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کي ویلي دي چي امریکایي مامورین وایي چي دوی په دې نه پوهیږی چي ددغو عملیاتو په باب څنګه فیصله وشوه ،واشنګټن پوسټ وایي چي امریکا د بمونو د جوړولو ددغو ځایونو په اړه پاکستان ته ویډیویي معلومات د مې د میاشتي په نیمایي کي ددې دپاره برابر کړي وو چي ددواړو ملکونو ترمنځ باور او اعتمار را پیدا شي. داوباما اداره هڅه کوی چې تېره مېاشت د بن لادن له وژلونه وروسته له پاکستان سره خپلی اړېکی بېرته ورغوی. خوکله چې د پاکستان نظامی قطعات په شمالی او جنوبی وزېرستان کې هغو سېمو ته د جون په 4مه ورغلل، ېاغېان له هغو سېمو نه تللی وو ،

 ټا یم اونیزه مجلی هم په همدی اړه لیکلی دي چې د امرېکا د استخباراتو رئېس لېون پانېټه د پاکستان له دوه جنرالانو، د پوځ رئېس جنرال اشفاق پروېز کېاني او داستخباراتو د رئېس ډګرجنرال جنرال احمد شجاع پاشاته، په دې برخه کې د لسو دقېقو په اندازه ېوه تصحېح شوې وېډېو وښودله .په دغه وېډېو کې لېدل کېږی چې افراطېان په وزېرستان کې د بم جوړونی له دوه فابرېکو نه وساېل تخلېه کوی. ېوه فابرېکه د شمالی وزېرستان په مېرانشاه کې ده او بله په جنوبی وزېرستان کې ده. هغه ېاغېان چې په شمالی وزېرستان کې دی هغه د حافظ ګل بهادر او سراج الدېن حقانی له خوانه رهبری کېږی. دغودواړو مشرانو دامرېکا اوناټو پرقواو باندی په افغانستان کې برېدونه کړېدی. رپوټ داهم وايی چې دغه دواړه مشران د پاکستان له پوځ سره دعدم تعرض تړون لری ،ټاېم لېکی چی لېون پانېټه ادعا وکړله چې افراطېانو ته چا په هغو 24 ساعتونو کې خبر ورکړېدی چې امرېکا له پاکستان سره د ا معلومات شرېک کړېدی. دامرېکا ېوشمېر منابع د ټاېم اونېزی ته وېلی دی چې دامرېکا استخبارات په دې عقېده دی چې د پاکستان په امنېتی مقاماتو کې ېو شمېر عناصر و افراطېانو ته خبرداری ورکړېدی چې هغوی به په نښه شی.

 واشنګټن پوست لېکی دامرېکا چارواکی وايی دوی په دې نه پوهېږی چې دامعلومات به څنګه افشا شوی وی. خو هغوی دا اندیښنه لري چي دا معلومات په خپله په پاکستان کي دننه خپاره شوي وو یا دا چي د پاکستان د استخباراتو ادارې مستقیما یاغیانو ته د هغو په باب خبر ورکړی و.

 د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي دا هم ویلي دي چي د پاکستان د اردو یوه لوړرتبه مامور پرون وویل چي امریکا پاکستان ته د وسلو د زیرمو په باب هم معلومات ورکړي وو، مګر وروسته دا زیرمي تشي وې. دلته دا شک پېدا کېږی چې ښايی دامعلومات ېاغېانو ته ورکړل شوی وی. په دې خبره باندی زموږ خلک غور کوی او که هرڅوک په دې کار کې لتاړوی نو له هغه سره به حساب وشی. په ماضې کې پاکستان تل له دې نه انکار کړی چي امنیتي ادارې یې یاغیانو ته اطلاعات برابروي ،د واشنګټن پوست ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې دا پېښه به د پاکستان د چارواکېو او د امرېکا د استخباراتود رئېس لېون پانېټه په خبرو کې ېو غټ ټکی وی. لېون پانېټه پاکستان د جمعی په ورځ ورسېده. دامرېکا ېوه چارواکې ووېل چې دامرېکا استدلال به داوی چی موږ غواړو چې معلومات درسره شرېک کړ و خو پکارده چې تاسی دا ثابته کړی چې ددغو معلومات پربنا به اقدام کوئ. ستاسی ېو شمېر کسان په بشپړه توګه ستاسی په واک اواختېار کې ندی.

په کابل کې د امریکا سفیر که څه هم د افغان دولت د پخلاینې د روانو هڅو ملاتړ کوی، خو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو له منځه وړل ضروري وبلل،کارل ایکن بیري، چې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده د پای ته رسېدو په حال کې ده، د دوشنبې په ورځ په کابل کې پوهنتون کې له یو شمېر افغان محصلینو سره په روانو حالاتو او او د دوي د انديښتنو په اړه خبرې وکړې ،ایکن بیري د دې ناستې په جریان کی  د دغو پټنځایونو موجودیت د دوي د بریا په وړاندې یو خنډ وباله ، افغانستان تر هغو له یوې بشپړې سولې خوند نه شي اخیستلای، چې په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونو د جدي ستونزې په وړاندې موثره اقدام نه وې شوې ،پای .

 

 

 


June 15th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی